د سیدحسین انوري د فاتحې مراسم ترسره شول

د جهاد د پخوانې او د حزب حرکت اسلامي مشر سید حسین انوري د فاتحې مراسم د دولتي لوړ پوړو چارواکو،د ملي شوراوو غړیو او زیات شمیر خلکو په ګډون ترسره شول.

IMG_6495

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د سیدحسین انوري د فاتحې مراسم نن د حسینیه خاتم النبین (ص) په مدرسه کې ترسره شول.

په دي مراسمو کې دولتي چارواکو ، جهادي مشرانو، ځوانانو ، سپینګیریو او ښځو ګډون کړی وو او د سید حسین انوري روح ته دعاګانې وکړې.

په دي مراسمو کې دولتي چارواکو له هغې ډلې اجراییه ریس عبدالله عبدالله،د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي،د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري،او د کرنې وزیر اسد الله ضمیر ګډون کړی وو.همداشان په یادو مراسمو کې یو شمیر جهادي مشرانو له هغې ډلې کریم خلیلي،حاجي محمحد محقق ،صادق مدبر،عبدالهادي ارغندیوال او زیات شمیر کسانو هم ګډون کړی وو.

د ګڼ شمیر خلکو ګډون ترڅنګ د علماوو شتون له هغې ډلې د آیت الله محسني او آیت الله ساجد یاد مراسمو ته یی لا ښکولا وبښله او د امنیتي ګڼ شمیر چارواکې هم په دې مراسمو کې ښکارې.

IMG_6450

له بلې خوا یو شمیر جهادي مشرانو او عالي رتبه چارواکو د تسلیت پیغام استولی او په خپلو پیغامو کې یی ویلې چې سید حسین انوري د شوروی او طالبانو سره د مبارزې یو لوی رهبر وو.

په دې پیغامو کې راغلې چې انوري د انتقالي او موقت حکومت په رامنځ ته کولو کې یی مهم رول درلود او په تیرو حکومتونو کې یی لوړې دندې ترسره کړي وي.

سیدحسین انوري د ۱۲۹۵لمریز کال د سرطان په ۱۵ نیټه د هندوستان په یو روغتون کې له نړۍ څخه سترګي پټې کړي.

نوموړی د ځانکړو مراسمو په ترځ کې د یو شمیر دولتې چارواکو په ګډون د کابل ښار په اسکارټ ټپه کې غښ شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *