کندهار کې د سړک پر غاړۍ خښ شوی ماین دري ماشومان وژلي دي

د افغانستان په سوېل قندهار ولایت کې امنیتي سرچینو ویلي؛ سړک کې د ښخ شوي ماین چاودېدو له امله درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ویلي؛ چاودنه تېره ورځ (چنګاښ) ۱۹مه ماښام مهال د ارغستان سیمې او سپین بولدک سرحدي ښارګوټي ترمنځ لاره کې شوې.

د ښاغلي دراني په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې ددغو ماشومانو لېږدوونکی زرنج موټرسایکل سپین بولدک ته پر لاره سړک کې پر ځای پرځای شوي ماین وخوت.

د کندهار د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د ماین ښخول د طالبانو کار دی، خو دې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي دراني وویل، د چاودنې قربانیان کندهار ښار ته لېږدول شوي او ټپیان چې درې ښځې او درې سړي دي، تر درملنې لاندې دي.

د سړک غاړي ماین له خونړیو پوځي تکتیکونو دی چې د افغانستان جګړه کې ترې کار اخستل کېږي. معمولا طالبان له دې تکتیک نه کار اخلي.

رسمي سرچینې او همداراز هغه بنسټونه چې د افغانستان جګړې د تلفاتو په اړه څېړنه کوي وایي، ددغه ډول بمي چاودنې قربانیان ترډېره ملکي وګړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل