د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر: د عراق جګړه یوه لویه تیروتنه وه

د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر مرستیال جان پریسکاټ وایي؛ د عراق جګړه “یوه ناقانونه او له مصیبته ډکه پرېکړه” وه او دی د بریتانیا له پخوانیو سرتېرو په ځانګړې توګه عراق کې د وژل شویو سرتېرو د کورنیو له غړو بخښنه غواړي.

ښاغلي پریسکاټ همداراز له جورج بوش نه د ټوني بلییر هراړخیر ملاتړ “ویجاړوونکی” بللی.

جان پریسکاټ چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۷ ترمنځ کلونو کې د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بلییر مرستیال و په یوه یادداشت کې لیکلي، “له ډېرې خواشینۍ او غوسې سره” باید د ملګرو ملتونو له سرمنشي کوفي عنان سره مل شو چې باور یې درلود د عراق جګړه، یوه ناقانونه جګړه وه.

هغه چې د یکشنبې په ورځ  په سنډي میرر کې خپل یادداشت خپور کړ همداراز یې د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین د بخښنې غوښتلو له امله وستایه.

د عراق جګړې د څېړونکي پلاوي راپور تر خپرېدو وروسته ښاغلي کوربین د کارګر ګوند د مشر په توګه (چې هغه مهال په واک کې و) د خپل هېواد له خلکو بخښنه وغوښته.

ښاغلي پریسکاټ همداراز ۲۰۰۳ کال کې جورج بوش ته په خطاب کې د ټوني بلییر خبرو افشا کېدل “ویجاړوونکي” بللي دي.

د بریتانیا هغه مهال لومړي وزیر ټوني بلییر په همغه کال یوه لیک کې جورج بوش ته لیکلي و: “چې هرڅه کېږي، درسره یم.”

د عراق جګړه کې د بریتانیا ونډې په اړه د څېړنیز پلاوي راپور د تېرې چهارشنبې په ورځ (جولای ۶مه) تر اووه کلنو څېړنو وروسته خپور شو.

د څېړنیز پلاوي مشر جان چیلیکاټ د راپور تر خپرېدو وړاندې په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د عراق جګړې پیلول وروستی ممکن غوراوی نه و، خو د بریتانیا د هغه مهال دولت وړاندې تردې چې د عراق بې وسلې کولو لپاره ټولې دیپلوماتیکې او سوله ییزې لارې پایته ورسېږي، پرېکړه وکړه چې جګړې ته لاړ شي.

Author

خروج از نسخه موبایل