په میانمار کې د مسلمانانو بد وضعیت
اروپایی ټولنۍ په روهینګیا کۍ د مسلمانانو له بد وضعیت او له دوي سره د بد چلند څخه سختي نیوکي کړي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،د اروپایی ټولنۍ د ولسې جرګۍ غړیو د یوه غیر رسمې لیک کې غوښتنه کړې ترڅو ملګرو ملتونو، بشري حقونه بنسټو او نړیوالو ناظران ته په دې سیمه کې د آزاد لاس رسی غوښتنه وکړه چې د میانمار په راخین سیمه کې ۱۲۰ زره مسلمانان اوسیګي.
دا مسلمانان چې مخکې له دې د میانمار دولت لخوا د خپلو کورونو څخه ایستلو وروسته د راخین ایالت غربي سیمې ته لیګدول شوي دي چې په ۸۰ ساتنځایونو کې سخت ژوند تیروي.
په اروپایی ټولنه کې د ولسۍ جرګۍ غړیو د روهینګیا مسلمانانو د بد وضعیت د اندیښنو څرګندولو ترڅنګ له نړیوالو څخه غوښتي ترڅو دي ځپل شویو مسلمانانو سره مرستي وکړي.
په دي لیک کې راغلي:د میانمار دولت باید ټول نژادي او دیني نفرت محکوم کړي او د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض څخه ډډه وکړي.
یانګي لي،د بشري حقونو د سازمان ځانګړی خبریال څو ورځي وړاندي اعلان وکړ:په ډیر خواشینې سره راخین ایالت ته زما سفر د نورو ریپوټونو پر خلاف مسلمانانو له بد وضعیت سره مخ وو.
نوموړي وویل،د راخین ایالت کې د مسلمانانو ژوند به ساتنځایونو کې ډیر بد دي او باید د مسلمانانو بر خلاف دې تبعیض ته د پاي ټکی کیګدو.
دا ویناوي ورسته له هغۍ څرګندي شوي چې د بشری حقونو سازمان د مسلمانو پر خلاف د میانمار دولت پراخي تیروتني یی د بشري حقونو پر خلاف کړنه ښودلې وه او میانمار دولت ته یی ګواښ کړی وو چې که چیري د دې کړنو مخه ونه نیسی د میانمار د دولت دا کار به د بشر په ضد کړنه اعلان شي.
ملګرو ملتونو د آنګ سان سو چي له دولت څخه غوښتي وو ترڅو د هغو حقونه په اړه څیړني وکړي چې د روهینګیا مسلمانانو پر خلاف شوي دي.