په اچین کې ۱۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځاکونو د بی سرنشینه الوتکو د بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلۍ دریو جګپوړیو چارواکو ترڅنګ د دي ډلۍ ۱۶ جنګیالي د وژل شوي دي.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د ننګرهار د پولیسو خبرپاڼۍ له مخې،دا بریدونه تیره شپه د اچین ولسوالۍ په کرکنی سیمه باندې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلې چې د دي بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلۍ دریو قومندانانو په شمول ۱۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو چارواکي وایی، په دي بریدونو کې د داعش جنګیالیو یو شمیر جنګې توکي د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي .
د داعش ترهګره ډله د ننګرهار په ځینو سیمو کې له هغۍ ډلۍ په اچین، کوټ او پچیراګام کې شتون لري او د حکومت بر ضد جنګیګي.