په افغانستان کې د استرلیایی سرتیرو د پاتي کیدو نیټه زیاته شوه

استرلیا په افغانستان کې د خپلو د سرتیرو د پاتې کیدو نیټه تر شپګو میاشو پورې زیاته کړه.

 

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،استرلیا ۲۰۱۳ کال د خپلو سرتیرو د جنګې ماموریت ورستې کال اعلان کړ ؛خو ۲۷۰ استرلیایی سرتیري یی د افغان سرتیرو د روزنې په موخه په افغانستان کې پریښودل.

سره له دې  چې افغان پوځیان د طالبانو په لمنځه وړلو کې بوخت دي او د استرلیایی سرتیر د پاتې کیدو نيټه پاي ته رسیګې ؛خو د استرلیا خبرې سرچینه ریپوټ ورکړ چې د یاد سرتیرو د پاتې کیدو نیټه به تر شپګو میاشتو وغځول شې.

د استرلیا لومړی وزیر مالکوم ترنبول،په افغانستان کې د استرلیایی سرتیرو د پاتې څخه ملاتړ وکړ چې د یادو سرتیرو موخه به افغان سرتیرو ته زده کړي وي.

د استرلیا سرتیري د افغانستان پلازمینه کابل کې شتون لري.

 

استرلیا د امریکا په ګامونو

مخکې له استرلیا امریکا اعلان کړی وو چې، د خپلو سرتیرو شمیر به په افغانستان کې زیاتوی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما،تیره اونې وویل سره له دې چې امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو د سرتیرو شمیر کم کړې،خو کابل لا د دي توان نلرې چې امنتي ستونزو سره مقابله وکړي،د امریکا به خپل سرتیري په افغانستان کې زیات کړي.

نوموړی اعلان وکړ چې مخکې له دې موغوښتل ترخو د خپلو سرتیرو شمیر له ۹ زرو او ۸۰۰ سرتیرو څخه به ۵۰۰ زرو ته را ټیټ کړو؛ خو واشنګتن اوس غواړی ترڅو د یادو سرتیرو شمیر ۸۴۰۰ تنو ته ورسوي.

د استرلیا مالي مرستي

استرلیا په داسې حال کې د خپلو د سرتیرو له پاتې کیدو څخه خبر ورکوې چې دوه ورزي وړاندي یی د افغان امنتی سرتیرو د پیاوتیا په موخه ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې وه

مخکې له دې استرلیا د افغان سرتیرو سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه خبر ورکړی وو او اوس یی اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې به ۱۰۰ میلیونه ډالر نور هم مرسته وکړي.

 

Author

خروج از نسخه موبایل