یونیسف:عراقي ماشومان ته تیاره راتلونکی په کمین کې ده

په عراق کې یونیسف د ماشومانو له بد وضعیت څخه د اندیښنو څرګندولو ترڅنګ ویلې:له نړیوالو مرستو پرته به د عراق ماشومان تیاره راتلونکې ولري.

۴

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،په عراق کې د یونیسف چارواکو د دې مطلب په اعلانولو زیاته کړه:د عراق ماشومان به تیاره راتلونکی ولری مګر دا چې د عراق دولت د هغه متحدین او مرسته کونکي بنسټونه د ټولنۍ بیا رغوني لپاره کوم ګام پورته کړي.

هاکینز په دې اړه وویل،د عراق او داعش ترهګرو ترمنځ د ورستیو نښتو له کبله زرګونه عراقي زده کونکي ښونځیو ته له تګ څخه محروم پاتي شوي دي.

هغه زیاته کړه مونګ له داسي نسل سره مخ یو چې خپل مسیر یی ورک کړی دی او سم راتلونکی یی له لاسه ورکړی دی.

هاکینز مخکې له دې په لندن کې اعلان کړی وو چې  عراقي بنسټونه د بوجه د کمښت له کبله د منځه تلو په حال کې دي او دا بنسټونه د ښونکو د روزنې لپاره د ملګرو ملتونو پر مرستو ولاړ دي.

په دې ورستیو کې په عراق کې نښتي زیاتي شوي دي د ملګرو ملتونو ریپوټونو پربنسټ چې تیره میاشت ترسره شوي وو ۴ میلیونه او ۷۰۰ زره عراقي ماشومان مرستو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *