فلسطین ته د ترکیه د مرستو لومړي کڅوړي

ورسته له هغه چې د ترکیه او اسرایلو ترمنځ اړیکي ښي شوې د ترکیه د مرستو لومړنې کڅوړه د غزي تړانگې ته ١٠٠٠٠ ټنه د مرستو توکي د اسرایلو د امنیتي پوستو له لاري غزي ته لیګدول شوي دی.

له فلسطین سره د بشری مرستي د ٥٠٠ لاریو خوراکی توکي ، دارو ، د ماشومانو د لوبو سامانونه او دغه راز د اړتیا نورسامانونه پکې بار شوي و، د دوشنبې په ورځ غزي ته ورسیدل. تمه ده ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د بشری مرستو نور کاروانونه هم غزی ورورسیږي.

د اسرایلو او د ترکېې اړیکې د ٢٠١٠ کال د مي په میاشتي کې ورسته له هغه خرابی شوي چې د اسرایلو پوځیانو د ترکیه په  یوي کیښتی برید وکړ چې هڅه یی کوله د اسرایلو د هغي بحري محاصري نه تیره شي چې د غزي تړانگې ته غځیدلي ده، د اسرایلو په دهغي برید کې د ترکیه ١٠ تنه فعالعین چې د فلسطنیانو ملاتړ یی کاوه، په ډزوکې ووژل شول.

د ترکېې د سره صلیب د ټولنې ریس کریم کانیک،غزي ته تللې چې هلته د دغو بشری مرستو د ویش څارنه وکړي. هغه وویل، ترکیه به ،، په دوامداره ډول دغي سیمه ته د بشري مرستو لیګد،، جاری وساتي.

دغه توکي په داسی حال کې غزي ته رسیدلې دی، چې د روژي د میاشتي آخره ده او مسلمانان د چهارشنبي په ورځ د کوچني اختر رخصتي لمانځي.

په ٢٠٠٦ کال کې کله چې فلسطینې ډلی حماس چې دا وخت د غزي د تړانگي کنټرول لري، د اسرایلو یو پوځي ېې برمته کړ، نو اسرایلو په دغي سیمې بندیزونه ولگول.

په ٢٠٠٧ کال کې اسرایلو دغه بندویزونه هغه وخت لا پسي سخت کړل، کله چې د حماس ډلی د انتخاباتو د گټلو نه یو کال ورسته خپله مخالفه ډله، یعني الفتح په زور د غزي څخه ویستله او د غزي د تړانگي کنټرول یی په خپل لاس کې واخیست.

اسرایل واېې، غزي ته د غځیدلو لارو بندول په دی ضروري دی، چې حماس داسي توکې ترلاسه کوي چې د پوځي مقاصدو په موخه استعمالېدلي شي، خو د ملگرو ملتونو اداري بیا له ډیر وخت رایسي د اسرایلو په دغه عمل انتقادونه کړي دی.

او د یو شمیر چارواکو قهر یی را پارولی وو.

Author

خروج از نسخه موبایل