د فاریاب ۶ کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاک شول

 

د فاریاب ولایت پر ګرزیوان ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو بریدونه به شا وتمبول شول .

د خاورمیانه ريپوټونو پر بنسټ،د فاریاب پولیس چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو د بریدونو پر تمبولو نغښتي دي د دې ډلۍ له ناکامې څخه خبر ورکوي.

 

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش خاورمیانه ته وویل،په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د دې ولایت د پولیسو د عملیاتو پر ترڅ کې ۶ طالبان وژل شوي او د یوه قومندان په ګدون ۱۱ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

د نوموړی په وینا ، د تګابشان کلې ترڅنګ ۶ نور هغه کلې هم د طالبانو څخه پاک شوي دي چې تر دې وړاندې د طالبان تر ولکۍ لاندي ول او همداشان په دې عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او یو بل پولیس ټپې شوی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند وایی،له شپګو میاشتو راهیسې یو شمیر طالبان له نورو ولایتونو څخه د ګرزیوان ولسوالۍ ته د سقوط په موخه یاد ولایت ته راغلې وو چې د سختو تلفاتو په ورکولو سره شا ته تمبول شوي دي.

په ورته حال کې د فاریاب پولیس د اختر په ورځو کې د امنیت په ټینګښت او ساتنۍ باندۍ ټینګار کوې او زیاتوې د دي ولایت امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرو د بریدونو د تمبولو توان لري.

 

Author

خروج از نسخه موبایل