افغانستان د ټولنیز پرمختګونو کې د ورستیو هیوادونو په نوم لړ کې راغی

ورسته له هغه چې افغانستان د امنیت له لحاظه د دنیا په آخرۍ رتبه کې راغلې،اوس د ټولنیز پرمختګ له مخۍ هم د دنیا له ورستیو هیوادونو څخه وشمیرل شو.

۷

 

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ،نن د نړۍ د ټولنیزو پرمختګ فهرست په امریکا کې خپور شو.

په دي سروي کې ټولنیز مسایل له هغۍ ډلۍ پاکو اوبه ته لاس رسی،امنیت،سیاسي مسایل،روغتیا،تعلیم او تربیه ،او تفریحې ځایونه د نړۍ په  ۱۶۱ هیوادونو کې څیړل شوي دي.

په دي سروي کې افغانستان د ۸۹ امتیاز په ترلاسه کولو سره د نړۍ هیوادونو کې په ۱۶۰ رتبه خپله کړۍ ده.

په دې ډله کې مرکزې افریقا د ۳۰ اعشاریه ۳ امتیاز ترلاسه کولو سره یی ورستې رتبه خپله کړه .

یاده سروې څرګندوي چې خاورمیانه او افریقایی هیوادونو په خپلو هیوادونو کې د جګړو له کبله لګ امتیاز ترلاسه کړي دي.

په دې سروۍ کې فنلند د ۹۰ اعشاریه ۰۹ امتیاز ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړی دی او ورسته له هغه کانادا او دنمارک په دوهمه او دریمه رتبه کې راغلي دي.

د یادونۍ وړ ده چې په دې سروې کې ویل شوي چې هغو هیوادونو چې لګ امتیاز ترلاسه کړی د هغو هیوادنو پر پرتله ډیر طبیعې معدنونه لري چې ډیر امتیاز یی تر لاسه کړی دی

خو په دې هیوادونو کې د ستونځو له کبله دوي ټولنیزو پرمختګونو ته لاس ندی موندلی.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *