په عربستان کې د امریکا پر سفارت له ځانمرګې برید څخه مخنیوی

د عربستان امنیتي چارواکو اعلان کړي چې نن یی په جده کې د امریکا پر سفارت له برید څخه مخنیوی کړی دی.

۸

 

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د روسیا الیوم سایت له خولۍ،د عربستان امنیتي ځواکونو د ډزو او ځانمرګې برید کونکې وژلو په لړ کې یی دا برید خنثی کړ.

امنیتي چارواکو ویلي چې یاد بریدګر غوښتل ترڅو د امریکا سفارت ته د ننه شې چې د امنیتي چارواکو لخوا یی مخنیوی وشو.

د عربستان الریاض ورځ پاڼۍ لیکلې چې یاد کس یو کمربند د برید په موخه په ځان پورې تړلی وو چې د سفارت د ساتونکو لخوا ووژل شو او د دې سفارت دوه تنه ساتونکي هم ټپیان شول چې ډیر ژر روغتون ته واستول شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *