دوه ماین خښونکي په خپلو ماینونو کې ووژل شول

د هلمند ولایت په خوشان ولسوالۍ کې دوه ماین خښونکي د خپلو ماینونو له کبله ووژل شول.

۷

 

د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د دفاع وزارت خبر پاڼۍ له مخې،ملا شریف الدین او د هغه ملګری چې د شیرآغا ډلۍ پورې اړوند کسان وو د خپلو ماینونو ښکار شول.

په خبرپاڼه کې راغلې چې یاد کسان د سنګین ولسوالۍ په پوزه کلې کې وژل شوي دي.

په ورته حال کې د ننګرهار ولایت په خوګیانې او اچین ولسوالیو کې د هیواد امینتي ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۱۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۶ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

همداشان د هیواد په جنوب کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو ۶ تنه د یوه قومندان په ګډون د فاروق په نامه وژل شوي او ۳ تنه نور یی ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ندې ویلې خو د هیواد په ځینو ولایتونو کې د خپلو کسانو له جنګیدو څخه خبر ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *