تیرو ۲۴ ساعتونو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله

د هیواد په ځینو ولایتونو کې د افغان سرتیرو د ځمکنې او هوایی بریدونو له کبله د طالب جنګیالیو ۶۰ کسان وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.د خاور میانه ریپوټونو او د دفاع وزارت خبر پاڼۍ له مخې یاد عملیات د بدخشان،غزنی،فاریب،زابل او هلمند ولایتونو کې په لاره اچول شوي وو.

۳۳

 

د خبرپانۍ له مخۍ،طالبانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د بدخشان په ارغستان ولسوالۍ کې اوښتي.چې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یی ټپیان شوي دي.همدارنګه په خبر پاڼه کې راغلي چې د فاریب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو په نښته کې ۴ طالب وسلوال وژل شوي او ۷ تنه نور یی ټپیان شوي دي.د دي عملیاتو په لړ کې د زابل ولایت د لشګرګاه په دوراهې کې یو طالب وسلوال وژل شوی ۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۵ میانونه کشف او خنثی شوي دي.د دفاع وزارت معلوماتو له مخۍ دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې عملیات روان دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *