عراقي پولیس وایي، په یوه چاودنه کې چې مسوولیت یې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلی، لږ ترلږه ۷۹ کسان وژل شوي او ۱۳۱ نور ټپیان دي.
چاودنه د شنبې په ورځ (جولای ۲مه) په یوه موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله د پلازمېنې بغداد په کراده سیمه کې یوه رسټورانټ ته نژدې د پېر او پلور یوه مرکز کې وشوه.
د بغداد په شمال شیعه میشته سیمه کې دویمې چاودنې هم پنځه کسان وژلي دي.
دا چاودنې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې د عراق دولتي ځواکونه وتوانېدل له داعش نه د فلوجې ښار ونیسي چې د ډېرې مودې راهیسې د هغوی په کنټرول کې و.
عراقي چارواکي وايي، داعش پر بغداد د برید لپاره له فلوجې ګټه اخسته.
د رپوټونو له مخې، د کرادې سیمې په چاودنه کې چاودېدونکي توکي په یوه یخچال کې ځای پرځای شوي و چې یوه پر یوه موټر بار و. دا په روان میلادي کال کې ترټولو خونړۍ برید و.
اسوشېټډ پرېس د عراقي چارواکو په حواله ویلي چې په کراده کې چاودنه کې تر ډېره ماشومان وژل شوي دي.