د افغانستان د مرکزي ولایت بامیانو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو ډلې یوه مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا سړی د طالبانو یو له “خطرناکو” قومندانانو دی.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي وویل؛ نیول شوی کس ملا بصیر نومېږي او تېر ماښام د بغلان ولایت “دوآب میخ زرین” په سیمه کې نیول شوی او اوس د ملي امنیت په بند کې دیبامیان-سه.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، ملا بصیر تر دې وړاندې د طالبانو د کلیدي غړي په توګه په بغلان، بامیانو او ان په کندوز کې په ناامنیو کې فعاله ونډه لرلې او په دې وروستیو کې په بامیانو کې د طالبانو عمومي قومندان ټاکل شوی و.

د بامیانو ولایت ویاند وویل، ملا بصیر د اختر په ورځو کې بامیانو کې د ډېرو تخریبي فعالیتونو ترسره کولو هوډ درلود چې په نیول کېدو یې ټول پروګرامونه خنثی شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل، ملا بصیر د بامیانو په ختیځ کې څو اونۍ وړاندې د پولیسو پر یوې پوستې په برید کې چې درې پولیسو پکې ووژل شول، د سړک غاړې چاودنو او بامیانو کې د طالبانو نورو پوځي فعالیتونو کې مهمه ونډه لرلې ده.

هغه زیاته کړه، د طالبانو دغه قومندان په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د کهمرد ولسوالۍ پخواني ولسوال هادي سیغاني په وژلو کې یې لاس درلود، که څه هم د ښاغلي سیغاني دوه ساتونکي د هغه د وژلو په تور ونیول شول او همداراز حکومتي چارواکو وویل طالبان د هغه وژلو کې ښکېل نه دي.

د بامیانو ولایت ویاند د طالبانو دغه مهم غړي نیول کېدل په دغه نسبتا ارام ولایت کې د امنیت ټینګښت کې ددې ولایت لپاره “مهمه او لویه لاسته راوړنه” وبلله او ویې ویل چې دا په بامیانو کې د طالبانو ټولو تخریبي پروګرامونو د خنثی کېدو په معنا ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *