په سوریه کې د جګړې له پیله چې دې هیواد ته یې ډيری نارامۍ له ځان سره درلودې ډيری کسانو ددې هیواد په جګړه کې ګډون ځان ژمن بللی دی او ډيری کسان په خپله خوښه د اهل بیت عصمت او طهارت رض606x340_315802 څخه د دفاع په موخه د سوریې هیواد ته لیږل شوي دي ترڅو په دې سره ځان له خپلو باورونو او حضرت زینب س څخه قربان کړي، له دوی څخه د جګړې په لومړیو کې د سوریې له پوځ سره مرستې ته ور ودانګل. د فاطمیونو جنګیالي له افغانستان څخه وو، افغانانو چې په خپله په خپل هیواد کې د جګړې خوند ځکلی وو ، ددوی په آند د انسان دوستانه نیت او د ناب محمدی ص اسلام څخه د دفاع په موخه د سوریې له پوځ سره یوځای او د دوی د وسله والو پر وړاندې جګړې ته ورسیدل او په دې جګړه کې په ونډې سره یې وکولای شول ډيری سیمې له داعش او د النصرې جبهې څخه ونیسي.

د فاطمیونو په نامه د جنګیالیو د کورنیو غړیو په کراتو په مرکو کې او په بیلا بیلو بنامو کې ویلي چې ددوی زامن او کورواله د اهل بیت رض له حریم څخه د دفاع په موخه سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي او پّ دې لاره کې شهادت د خپل ځان لپاره لوی ویاړ بولي. څو ورځې وړاندې د سوریې په جګړه کې د ایراني او فاطمیون ډلې د شهیدانو د کورنیو غړي چې د سوریې په جګړه کې یې ونډه اخستې وه دایران د انقلاب مشر میلمستیا ته ورغوښتل شوي وو او ده پّ دې لیدنه کې ویلي: «دا موضوع د تاریخ له عجایبو څخه شمیرل کیږي چې ځوانان او له نورو هیوادونو څخه خلک په پیاوړي او قوي انګیزې سره له خپلو کورواله او ماشومانو سره له خوږ ژوند څخه تیریږي او پّ یوه بیوځله هیواد کې د خدای په لاره کې جهاد کوي او په دې لاره کې شهیدیږي»

دا هغه موضوع ده چې ډيری نړیوالې رسنۍ او هغه رسنۍ چې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پلویانېدي هڅه کوي ترڅو د افغان فاطمیونو تیپ او رشادت چې ځنډه ایز مسایل دي تر خپلې شعاع لاندې راولي او د داسې سیاستونو په لټه کې دي چې پر دوی اغیزه وکړي خو دوی وایي چې دا ډول تبلیغات پر دوی د اغیزې وړ ندي او تر هغې به په ډې جګړه کې ګډون کوي ترڅو چې دوی خپلې موخې ته نه وي رسیدلي او بریا یې نه وي ترلاسه کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *