د استانبول پراتاترک هوايي ډگر په ډله ایزبرید کې ٣٩ تنه وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي
د ترکیې چارواکي وایي چې د استانبول په هوایي ډگر په دریو ځانمرگو حملو کې لږ تر لږه ٣٩ کسه وژل شوي او له نوي ډیر زخمیان دي.
اول ځانمرگه بریدکونکو د دغه نړیوال هوایي ډگر په دروازې ډزې پیل کړی او
دغه سیمې ته امنیتي عسکر استول شوي دي او زخمیان په بیړنۍ توگه روغتون ته انتقالیږي.
د یاودنې وړ ده چې په روان کال کې په استانبول کې څو وارې دغسې بمي چاودني شویدي. د دی نه دوه اونۍ مخکې د جون په ٧ نیټه په یو ځانمرگي برید کې ١١ تنه وژل شوي وو.
تر اوسه پورې کومي ډلې د دغې برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ترکیې حکومت په کردي یاغۍ ډلې باندي د دغه ډول حملو پړه اچوي.