بدخشان ته د جګړو د تودېدو له پاره د پاکستان له پولې د دوو سوو په شاوخوا کې وسله وال ور اوښتي دي چې سيمه ييز خلک يې اندېښمن کړي دي.

بدخشان کې سیمهShowImage.aspx ییز مسولین وایي، دغه ولایت ته له پاکستان څخه شاوخوا دوه سوه وسله وال طالبان ورغلي او د جګړو د پراختیا په هڅه کې دي.

دغه وسله وال له هغو شاوخوا اتلس سوو وسله والو مخالفینو سره یو ځای شوي چې دا مهال بدخشان کې دولت ضد فعالیتونه پر مخ وړي. سیمه ییز مسولین وایي، د امنیتي ځواکونو تشکیل کم دی او نه شي کولای چې د وسله والو د ګواښونو مقابله وکړي.

په دی اړه د بدخشان والي وایي، په وروستیو کې خبر شوي چې دوه سوه طالبان د توپ خانې له غاښي څخه بدخشان ته راغلي او له نورو وسله والو مخالفینو سره چې دلته دېره دي، یو ځای شوي دي. هغه دغه ولایت ته د نورو وسله والو پر ورتلو اندېښنه لري.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد زیاته یی: “امنیتي طرحه مو مرکز ته استولې او څو پورې چې دغه طرحه عملي نه شي، امنیت به تامین نه شي. د دې ترڅنګ اوس وختونو په دې ولايت کې د داعش ډله هم د راپورته کېدو په حال کې ده.”

همدارنګه بیاد د بدخشان امنیه قومندان غلام سخي غفوري وايي: “موږ همدا اوس د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات مخته وړو، له دې خبر نه يو چې دلته د داعش ډله راپورته کېږي او يا هم د پاکستان له پولې ۲سوه کسان را اوښتي دي.”

له بلې خوا د بدخشان د ولایتي شورا چارواکي له دولت غواړي چې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیاتو پراخه کړي.

د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم زياتوي: “که دولت بدخشان ته پاملرنه ونه کړي، کېدای شي چې ډېر ژر د دې ولايت امنيت ډېر خراب شي چې بيا به يې کنټرول سخت کار وي.”

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان یمګان او وردوج ولسوالۍ او د دغه ولایت څو نورې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *