د ننګرهار په کوټ کې د افغان پوځ او داعش د ډلې ترمنځ جګړه یوه اونۍ وړاندې پیل شوې ده

چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ په تازه نښتو او هوایي ببماریو کې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۴۴ نورټپیان شوي دي.

نږدې یوه اونۍ وړاندې د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د اسلامي دولت د ډلې یا د داعش د وسله والو له خوا د ډله ایزو بریدونو وروسته په دغه سیمه کې امنیتي ح0AE0387A-B55F-4E00-BC6C-E5E96A74E7B8_w640_r1_s_cx0_cy6_cw0الات ټکني شوي دي.

دمخه د ننګرهار سیمه ایزو چارواکو ویلي وو چې د کوټ په ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالو مشرۍ د سعد امارتي په نوم د دغې ډلې یو وسله وال کوي.

ددغو بریدونو وروسته افغان امنیتي ځواوکونو د دغې ډلې د وسله والو څخه د کوټ د ولسوالۍ د پاکولو لپاره د ” شاهین ۱۳ ” په نوم عملیات پیل کړي چې لا روان دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ستراتیژیکي اړیکو امر ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د کوټ په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د داعش ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۴۴ نورټپیان شوي دي.

ډګرمن فقیري په تازه نښتو کې د یو افغان سرتیري ټپي کیدل تائید کړل او ویې ویل چې په دغو جګړو کې ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د افغان پوځ دغه چارواکی وایي، په تازه عملیاتو کې افغان ځواکونو داعش وسله وال د کوټ له څلوېښت کلو شړلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي هم وویل چې دا عملیات یې د سی پای،خوړګي او جنجال غوندۍ لویو کلیو او درو کې تر سره کړي دي.

خوږیاڼی وایي په شویو عملیاتو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر مرکزونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د کوټ د عملیاتو او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي وایي د حکومت پیل شوي عملیات بریالي روان دي او حکومتي ځواکونو د داعش له ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه پوستی نیولي چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له محلي پولیسو نیولې وې.

په کوټ کې د روانې جګړې او عملیاتو کابو یوه اونۍ په پوره کېدو ده چې په ترڅ کې یې حکومت له دوه سوو ‌‌‌‌‌‌ډېرو داعشیانو د وژنې دعوه کړې.

په دغه جګړه کې افعان ځواکونو د خپلو دولسو سرتېرو د وژنې او اتلسو ټپي کېدل منلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *