د یمن په ځانمرګو بریدونوکې ۳۵ کسان وژل شوي
د یمن سوېل ختیځ ‘المکلا’ ښار کې، چې تر تېر اپرېل میاشتې پورې د القاعدې شبکې ټینګ مرکز و، پر یمني ځواکونو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۵ کسان وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
یوه امنیتي چارواکي ویلي، درې پرله پسې بریدونه په ساحلي ښار د تلاشۍ په ځایونو کې له لمر لوېدو سره سم داسې مهال شوي چې ځواکونو روژه ماتي ته تیاری نیوه.
یاد چارواکی وايي، څلورم برید د پوځ د یوه مرکز په دروازه کې وشو چې ”۱۷ پوځيان، لاروي ماشومان او ښځې پکې ووژل شوې”.
دغه ښار یو کال وړاندې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په پوځي ملاتړ د یمن ځواکونو له القاعدې شبکې بېرته ونی.
د امریکا ددفاع وزارت تېره میاشت وویل، د ښار د عملیاتو لپاره یې په المکلا کې ‘محدود شمېر’ امریکايي پوځيان ځای پرځای کړي وو.
د امریکا سمندري ځواکونه هم المکلا ته نژدې ځینې بېړۍ لري.
القاعدې شبکې په عربي ټاپووزمه کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې یمن د خپل ټینګ سنګر په توګه کارولی و او ‘اسلامي دولت’ (داعش) نومې ډلې په یمن کې د تشې ډکولو په موخه د یمن په سوېل او سوېل ختیځ کې بریدونه ډېر کړل.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د یمن روانه جګړه کې تر ۶۴۰۰ ډېر خلک، چې نیمايي یې ولسي وګړي ديو وژل شوي، ۲٫۸ میلیون نور بې ځایه شوي دي.