د روژي مبارکي مياشتي د وروستی جمعي په ورځ د قدس له نړيوالي ورځې ديادوني په اعلان سره د پاکستان فلسطين بنسټ په دې هيواد کې د پراخو لاريونونو له تر سره کولو خبر ورکړی دي
دمیزان خبري آژآنس د ریپوټ پر بنسټ دپاکستان فلسطین ټولنې له پاکستان دولت ځخه غوښتی تر څو د روژې په وروستۍ جمعه کې په رسمي توګه د قدس لار
پّ کراچۍ کې د جماعت السامي ګوند د امیر استازي مظفر احمد هاشمي چې د پاکستان د ولسي جرګې له پخوانیو غړیو څخه هم شمیرل کیږي علامه قاضي احمد نوراني صدیقي پیر زاه اظهر علي شاه همداني او مولانا باقر زیدي او ډيری شمیر نورو د پاکستان ګوندونو او ډلو له فلسطینیانو څخه د ملاتړ اعلان کړي دی ویلي یې چې دوی به د فلسطینیانو په پلویتوب په لاریون لاس پورې کړي.
د فلسطین پاکستان بنست مسول صبیر کربلایي ابو مریم په یوه خبري ناسته کې وویل: د قدس شریف په ملاتړ به د پاکستان مطبوعاتي مخې ته چې د کراچۍ په ښا رکې شتون لري د جون پّ نهه ویشتمه په پراخه توګه لاریون تر سره کړي . له دې سره دوی ویلي چې د روژې مبارکې میاشتې له پنځه ویشتمې به په واټونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ په واټونو او سړکونو کې انځورونه نښلوي د روژي مبارکې میاشتې رووستۍ جمعه د قدس ورځې په نامه نومول شوې چې پکې د نړی په بیلا بیلو هیوادونو کې خلک د قدس په ملاتړ په لاریونونو لاس پورې کوي.