د انگلستان لومړۍ وزير له اروپايي ټولنې څخه بيلتون ته د بريتانويانو له رايي ورکوني وروسته د لومړي ځل لپاره ددي ټولنې له مشرانو سره د خبرو په موخه بروکسل ته تللی دی

ټاکل شوې چې د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامرون د بروکسل په دوه ورځینۍ ناسته کې اروپایي مشرانو ته له دې ټولنې د وتلو په تړاو د انګلیسانو رایو په هکله خunnamed-fileبرې وکړي. د خپرو شویو ریپوټونو له مخې کیدای شي کامرون یواځې د بروکسل د سه شنبه په ناسته کې ګډون وکړي او د چهار شنبې ورځې ناسته به یواځې د اروپایي ټولنې د مشرانو ترمنځ ته سره کیږي.

کامرون د اروپایي تولنې له ریس او ددې ټولنې د کمیسیون له مشر سره له لیدنې وروسته به په یوه ماښامنی ناسته کې ګډون ولري. خو کامرون په داسې حال کې د بروکسل په لاره خوځیدلی چې د اروپایي مشرانو له فشارونو سره دی دی ته نه دی چمتو تر څو له اروپایي ټولنې د انګلستان د وتلو کار پیل کړي.

‘آنگلا مرکل’ ، ‘فرانسوا اولاند’ او ‘ماتئو رنتسي’ چې د آلمان، فرانسې او ايتاليا مشران دی تیره ورځ یې د برلین په ناسته کې وویل تر څو چې انګلستان د لیسبون تړون پنڅوسمه ماده نه وي فعاله کړې دوی به له دی هیواد سره خبری ونکړي.

آنگلا مرکل؛ “غواړم په دې پړاو کې ووایم چې د اروپایي تولنې د تړون پنځوسمه ماده واضح او روښانه ده د اورپایي تولنې هر غړي هیواد چې غواړي له دې ټولنې ووځي باید د اروپا شورا ته ځانګړې غوښتنه وړاندې کړي له دې مخکې به په دې تړاو هیڅ ډول ګام پورته نکړل شي.”

فرانسوا اولاند؛ “ولي باید وخت له لاسه ورکړو خکه هیځ شی له بلا تکلفی ځخه بدتره ندي دا برخه د سیاسي چلندونو لامل ګرځي چې غیر منطقي ده دا برخه د مالي چلندونو لامل ګرځي چې کیدای شي نامعقوله وي.”

له اروپایي ټولنې د وتلو په هکله د انګلسانو رایو چې د جون په در ویشتمه نیته یې په یوه ټول پوښتنه کې ورکړې دي د لند په بورس بازار کې د ګډ وډیو لامل شوې او تیرو یو دیرشو کلونو کې پونډ د ډالرو پر وړاندې تر ډيره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی

د اقتصادي اومالي اړخونو سربیره ددې ټولپوښتنې پایلې په اروپا کې د ښي اړخو فعالیت د ډيرښت کډوالو پر وړاندې د منفي خوځښتونو او د مذهبي لږکیو پر وړانډې یې غبرګونونه راپارولي دي په ځانګړې توګه په انګلستان کې او دا کیدای شي د اروپایي ټولنې لپاره تر ډيره ګواښونکې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *