د ننګرهار کوټ په جګړه کې ۱۶۱ داعشیان او ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي

د ننګرهار کوټ په جګړه کې ۱۶۱ داعشیان او ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي

د افغانستان د مدني ټولنو د فدارسیون رییس صدیق منصور انصاري د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د پېښې په اړه په بې غورۍ او بې کیفایتۍ تورنوي.

د دې فدراسیون مشر د ننګرهار والي، امنیت رییس، امنیه قوماندان او د ملي اردو قوماندان په هکله وايي، چې دوی په خپلو دندو کې ناغيړي کړې ده.

یاد فدراسیون زیاتوي، چې د دوی د کم کارۍ او بې کارۍ له امله د ننګرهار په ښار کې هدفي وژنې کېږي او داعش یو ځل بیا په سر راپورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والو د تېرې جمعې په شپه د سیمه ییزو او ملي پولیسو په پوستو بریدونه وکړل.

داعشیانو په دې برید کې ماشومان او مېرمنې ووژلې کورونه یې وسوځول او ځېنې یې له ځانه سره برمته کړل.

انصاري په دې خبري غونډه کې وویل، چې د ننګرهار مسوول امنیتي چارواکي باید له دندو لرې شي.

نوموړي وویل، چې داعش ډلې د شینوارو ولسوالۍ په پنځو سیمو بریدونه کړي او سیمې یې نیولي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي سلیم کندوزی وايي، چې د تېرې جمعې شپې راهیسې ۶۰۰ داعشي وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

Author

خروج از نسخه موبایل