د افغانستان پوځ ویلي، په شمالي ولایت کندوز کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي برید کې د طالبانو د زندان مسوول په ګډون ددې ډلې ۱۶ غړي وژل شوي دي.

د ملي اردو ۲۰ فرقې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا طالبان د ترهګرۍ ضد ایتلاف ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې تېر ماښام (سرطان/چنګاښ ۵مه) په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شولجنت ګل هم د وژل شویو په ډله کې دی.د برید سیمې ځینو اوسېدوD7A6FF79-351A-4390-97B2-44BD70CF5FE9_w987_r1_sنکو .

په خبرپاڼه کې راغلي، دې کسانو غوښتل له یوې سیمې بلې ته لاړ شي چې د هغوی موټر د بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شول.

ملي اردو ویلي، په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د زندان مسوول ملا بي بي سي ته ویلي، د ملا جنت او د طالبانو ۱۵ غړو وژل کېدو سربېره په برید کې ‍۱۰ زندانیان هم وژل شوي دي.

دغو سرچینو ویلي، طالبانو دغه زندانیان په کانټینر کې له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول. د هغوی په وینا، ددغو کسانو لاسونه په ځنځیرونو تړلی و او جسدونه هم سوځېدلي دي.

طالبانو لا ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند پېژني، په خپل ټویټر کې لیکلي چې هوایي بریدونو د هغوی اراده کې کوم بدلون نه دی راوستی.

امریکایي ځواکونو په دې وروستیو کې افغانستان کې پر اورپکو خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

وړاندې تردې ددې ډول بریدونه ترسره کولو لپاره اړتیا وه چې پېچلی بهیر ووهي، خو په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه ډول بریدونو ترسره کول اسانه کړي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *