پاكستان او افغانستان د سرحدي كرښو په اړه يو هوكړه ليك لاسليك كړى

پاكستان او افغانستان د سرحدي كرښو په اړه يو هوكړه ليك لاسليك كړى پاکستاني چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د ګډ ميکانيزم پر سر تر هوکړې وروسته يې خپلې غاړې ته مديريتي کارونه پيل کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارBridging-Pak-Afghan-Trust-Deficit-Mohammad-Jamilو وزارت وياند نفيس زکريا پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې د تورخم په سرحدي کرښه کې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ جګړې د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان اړولى دى، خو د ده په وينا نه غواړي له افغانستان سره اړيکې خرابې کړي.

هغه زياته كړه، دواړو هېوادونو د سرحدي کرښې په اړه يو هوکړه ليك لاسليک کړى، چې په ګډه به يې مديريت کوي او په دې سلا شوي، چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته به د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيسي.

ده په ورته وخت کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ستنولو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

بايد ياده شي، چې وړمه ورځ جمهور رئيس محمد اشرف غني له خپل پاکستاني سيال سره په تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راولاړ شوي کړکېچ په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د شانهګاى غونډې په څنډه کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د سرحدي شخړو د حل په هدف يوې هوکړې ته ورسېدل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *