کېدای شي واشنګټن پر لیبیا باندې یوه بل یرغل ته تابیا نیسي. دغه نظر د «واحدې او دیموکراتیکې لیبیا» غورځنګ مشرې فاطمې ابو النیران د روسیې له «ایزوېستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې څرګندکړ.

دې دغه خبره د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو د افریقایي قوماندانۍ د نوي مش9F-35_3527ر په توګه د تورنجنرال توماس والدهاوزر د ټاکل کېدا په تړاو د خپلې تبصرې په ترڅ کې وکړه.

فاطمه ابو النیران وایي: «امریکایان به له هیچا سره هیڅ ډول مشوره ونه کړي. د دوی موخه — پر سیمه باندې د خپل بشپړ کنټرول ټینګول دي. د والدهاوزر په تړاو د یادولو وړ ده، چې دی به د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، د سي آی اې، پنتاګون او د نورو لېوالو ادارو پلانونه عملي کوي. خو له همدې سره سره امریکا متحد ایالتونه دا خبره کوي، چې دوی له داعش سره مبارزه کوي، خو د لیبیا هر وګړی به، حتا هغه چې سیاستپوه هم نه وي، تاسې ته دا خبره په ډاګه وکړي، چې دا ټولې خبرې د یرغل کولو لپاره یوازې پلمې دي. امریکایان غواړي، چې لیبیا د ځان تابع کړي او همدارنګه د ترهګرو د ملاتړ له لارې ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا الجزایر او مصر ته ګډوډي ور پورې کړي».

د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو په افریقایي قوماندانۍ کې، چې له مصر پرته د سیمې ټول هېوادونه یې د مسؤلیت په ساحه کې راځي، په نېږدې وخت کې د نوي قوماندان ټاکنې ته سترګې پر لاره دي. نوی قوماندان به تورنجنرال توماس والدهاوزر وي، چې د اوسني قوماندان جنرال ډېویډ رودریګېس ځایناستی به شي.

والدهاوزر د جون پر ۲۲ د امریکا د کانګرس په مشرانو جرګه کې د خپلې وینا په ترڅ کې اعلان وکړ، چې داعش په سوریه او عراق کې د ماتې خوړلو په حالت کې لیبیا ته د خپلو اډو او جګړه مارانو د ځای پرځای کولو لپاره د زېرمه ییز میدان په سترګه ګوري. ده د سناتور لاندسي ګرېم دغې پوښتنې ته، چې د ترهګرو پر ضد د مبارزې راتلونکې څه ډول ارزوي، په ځواب کې د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو د افریقایي قوماندانۍ د واکونو له لږوالي شکایت وکړ.

په اوسني وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو د افریقایي قوماندانۍ قوماندان نشي کولای، چې په لیبیا کې د جګړه مارانو پر مورچونو د ګوزارونو د کولو امرونه په خپلواک ډول ورکړي. دی خپلې کړنې باید له واشنګټن سره همغاړه کړي. په داسې حال کې چې د امریکا متحدو ایالتونو مرکزي قومانداني، چې سوریه او عراق یې هم د مسؤلیت په ساحه کې دي، دغه ډول واکونه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *