چین کې طوفان له امله ۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی160624160401_bbc_drone_footage_jiangsu_after_tornado_hail_640x360_bbc_nocredit

په ختیځ جیانګسو ولایت کې د تېز توپان او سیلۍ له کبله لږترلږه ۹۸ کسان وژل شوي او نژدې ۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

له توپان او سیلۍ سره تېز بارانونه هم وو، چې د تېرې پنجشنبې په ماسپښین د یانچینګ ښار په څنډو کې پیل شول.

هلته د باد او سیلۍ کچه په یوه ساعت کې تر ۱۲۵ کیلومترو پورې رسېده.

د توپان له کبله په کنډوالو او ویجاړیو کې د قربانیانو لټون بشپړ شوی او د پاکولو عملیات دوام لري.

د چین ولسمشر شي جین پینګ امر کړی چې د ژغورلو لپاره دې چټک ګامونه واخیستل شي. د چین رسمي خبري اژانس شینخوا دا په جیانګسو کې تر ټولو ډېره ناوړه طبیعي پېښه بللې ده.

همداشان، دا په تېره نیمه پېړۍ کې چین کې تر ټولو تېزه سیلۍ ګڼل شوې ده.

د توپان او سیلۍ له کبله د اغېزمنو شویو سمو د برېښنا مزي غوڅ شوي.

ټوله اونۍ د چین په ډېری برخو کې سیلۍ او بارانونه وو.

د چین رسمي خبري اژانس وايي، په جنوبي برخو کې د اونۍ پیل کې توپانونو ۲۲ کسان ووژل او نژدې ۲۰۰۰۰۰ نور یې بې کوره کړل.

ددغه هېواد سوېلي برخې هر کال د موسمي بارانونو شاهدې وي، چې معمولاً دغه بارانونه مې میاشت کې پیلېږي چې تر جولای پورې دوام کوي.

دا اپور شریک کړئ د شریکولو په اړه نور معلومات

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *