یوه کردي چارواکي او فعالانو ویلي، داعش ډلې د سوریې شمالي حلب ولایت کې ښار ته څېرمه د دغې ډلې د ټینګ سنګر د نیولو پر سر د جګړې په اوږدو کې له تېرو درو اونیو راهیسې شاوخوا ۹۰۰ کردي ولسي وګړي نیولي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشې څار ډلې ویلي، ۹۰۰ ولسي وګړي په الباب ښار کې نیول شوي.

سرچینه وايي، دوی د سوریې د ننه له همکارو شبکو سره په اړیکه کې دي160625042616__90074047_14135eb7-4818-45f5-a0d8-71ed33f6f6a1.

منبج کې د اسلامي دولت او د سوریې دیموکراټو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده

د څار ډله او درویش وايي، ځینې نیول شوي کسان د کندو (خندقونو) کیندلو ته اړایستل شوي او پاتې نور په توقیفځایونو کې دي.

دا مهال د داعش ډلې او د سوریې د دیموکراټو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې د امریکا په مشرۍ یې د ایتلاف الوتکې ملا تړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *