ننګرهار کې تر ۵۰ د داعش وسله وال وژل شوي
د سیمې اوسیدونکي وایي،د کوټ په جګړو کې پنځه پوستې د داعش وسله والو لاس ته ورغلې وې، چې بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوې
د ننګرهار د اچین او کوټ هغه ولسوالۍ دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلې وسله وال پکې فعالیت کوي چې کله ناکله له دغو ولسوالیو څخه د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کیږي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال جګړن عبدالرحمان ویلي چې تیره شپه دوه بجې او شل دقیقې د کوټ ولسوالۍ په شګې او سه پای سیمو کې د داعش جنګیالیو د افغان امنیتي ځواکونو او سیمه اییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ، خو د افغان امنیتي ځواکونو لخوا یې برید په شا وتنبول شو.
د جګړن عبدالرحمان په وینا په دغه جګړه کې ۳۶ داعش جنګیالي وژل شوي او ۳۲ ټپیان شوي دي.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ یوه ورځ مخکې نښته پیل شوې وه،او تیره شپه پای ته ورسیده.
د ننګرهار د والي ویاند د شمیرو له مخې په دغه جګړه کې د داعش ۳۷ جنګیالي وژل شوي دي چې د دوو میرمنو په ګډون اته ولسي وګړي هم د وژل شویو په ډله کې دي.
د خوګیاڼي په وینا په ترسره شوې نښته کې دوه افغان سرتیري وژل شوي او اوه ملکي کسان ټپيان دي.
د ننګرهار د والي ویاند په وینا داعش جنګیالیو په سیمه کې دیرش کورونه سوځولي دي.
د چارواکو په وینا په کوټ ولسوالۍ کې اوس وضعیت آرام شوی او داعش جنګیالي په سیمې څخه تښتیدلي دي.
د جګړې په سیمه کې یوه اوسیدونکي د نوم د نه اخیستو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ په نښته کې پنځه سیمه اییز پولیس وژل شوي او د داعش د لسو کسانو مړي ولسي خلکو خښ کړي دي.
ده ویلي چې پنځه نور سیمه اییز پولیس ټپیان شوي او پنځه امنیتي پوستې هم د داعش وسله والو لاس ته ورغلې دي، خو د تازه دمو افغان ځواکونو په راتګ سره دغه پوستې یې له لاسه ورکړي دي.
په کوټ ولسوالۍ کې نښتې سره سم د داعش وسله والو د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو سره نښتې کړي دي.