د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له لوري د وژل شویو کسانو شمیره 8 کسانو ته ورسیده
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له لوري د وژل شویو کسانو شمیره ۸ کسانو ته ورسیده
د خاورمیانه خبري آژانس دریپوټ له مخې تیره ورځ د داعش وسله والو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې له امنیتي سرتیرو سره د نښتې وروسته د ملکي کسانو پر کورونو بریدونه کړي چې له امله یې درې میرمنې څلور ماشومان او یو نارینه وژل شوي دي. تیره ورخ د ننګرهار ولایتي دفتر د داعش له لوري د وژل شویو مشیره درې او د ټپیان دولس کسان ښودلې وه خو نن یې د یوې بلې خپر پاڼې په خپرولو سره ددې پیښې د وژل شویو شمیره اته او د ټپیانو اوه کسه ښودلې ده. په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي اوس مهال په سیمه کې نښته دریدلې او حالاتو عادي بڼه خپله کړې ده.