د لبنان حزبالله د سوريي په حلب ښار کي د خپلو جنگياليو شميره لوړوي
د لبنان حزبالله د سوريي په حلب ښار کي د خپلو جنگياليو شميره لوړوي
ددي ډلې مشر سيد حسن نصرالله له دي سره ويلي دوی په بشپړه توگه د سوريې له دولت څخه ملاتړ کوي
د لبنان حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله خبرداری ورکړی چی په سوریه کې د نویو ستونزو د رامنځ ته کیدو لپاره هڅې ډيرې شوي دي. ده ویلي د حلب ښار د یوې نوې جګړې
پیل دی چې موخه یی یواځې سوریه نه بلکې ټولې سیمې ته یې د لمنې پراخیدل دي.
سيد حسن نصرالله؛ “مونږ د سوریې د جګړې په تړاو د یوه نوي پړاو او یوې نوې جګړې سره مخ یو دا جګړه جزي او یوه اړخیزه نده بلکې دا داسې یوه چلوټه ده چې د سوریې له شماله پیل شوې چې لمنه به یې ټولې سیمې ته وغځیږي خو بریا نږدې ده.”
د نصرالله په وینا: د جون میاشتې راهیسې په حلب کې د دې ډلې شپږ ویشت غړي وژل شوي یو تن اسیر او یوبل تری تام دی. له دې سره ده ویلي: هغه کسان چې دا وړاند وینه کوي چې د سوریې جګړه به په نږدې راتلونکې کې د سوریې د دولت د ماتې لامل شي د جګړې په اصلیت ندي پوه شوي.
حلب دسوریې هغه ستراتیژیکه او مهمه سیمه ده چې اوس مهال د دمشق له دولت سره پوله شمیرل کیږي او د سوریې دولتي سرتیرو په دې وروستیو کې په دې ښار سخت بریدونه تر سره کړي دي.
د حزب الله جنګالي د دمشق له پوځ سره اوږه په اوږه چې د روسیې هوایي بریونه یې ملتیا کوي د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې په جګړه بوخت دي.