د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې شپږ طالب وسله وال نیول شوي دي

د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې شپږ طالب وسله وال نیول شوي دي

افغان ځواكونو د باميانو په شيبر كې ۶ طالب وسله وال نيولي په باميانو كې د شيبر ولسوالۍ امنيه قومنداني وايي، په دې ولسوالۍ كې له فعالو وسله والو طالبانو يې شپږ تنه له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.

د شيبر امنيه قومندان سمونيار نيك محمد په دې اړه وويل، دغه كسان يې تېره ورځ په پول باغك او ښكاري دره كې له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.

د نيك محمد په خپره دغو شپږو كسانو سره كلاشنكوف، پيكا، زيكو يك، دهشكه او سلګونه مرمۍ هم نيول شوي چې په يو كرولا موټر كې يې ځاى پر ځاى كړې وې: (( دا كسان د غندك له سيمې د بغل

ان تاله و برفك ولسوالۍ ته روان وو چې امنيتي ځواكونو ونيول او اوس په امنيه قومندانۍ كې بنديان دي.))

باميان په تېرو ۱۴ كلونو كې نسبتا امن ولايت دى، خو دا لومړى ځل دى چې چارواكي په كې د طالب وسله والو د نيول كېدو خبر وركوي.

د باميانو په شيبر ولسوالۍ كې تر دې دوه مياشتې وړاندې طالبانو د سنګ پر په امنيتي پوستې بريدونه وكړل چې په ترڅ كې يې ۶ وسله وال طالبان او درې امنيتي سرتېري ووژل شول.

Author

خروج از نسخه موبایل