د هغه وخت راهیسې چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو حدود پراخ کړل، دغو ځواکونو د لومړي ځل دپاره د طالبانو پرضد هوايي بمبارۍ کړي دي.

د نویو صلاحیتونو پر بنسټ امریکايي ځواکونه کولای شي چې پر طالبانو باندې برید وکړي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند پیتر کوک پرون د جمعې په ورځ دا تایید کړه چې د افغانستا610395ن په جنوبي برخو کې هوايي بمبارۍ شوي دي. نوموړي دا وویل چې د بمباریو په لړ کې دقیق اهداف په نښه شوي دي خو په دې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

ښاغلي کوک زیاته کړه چې هدف دا دی دغه بمبارۍ د افغان ځواکونو په ګټه چې مونږ یې ملاتړ کوو ستراتيژیک تاثیرات ولري.

د روانې میاشتې په پیل کې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو حدود ور پراخ کړل. د نویو صلاحتونو په لړ کې امریکايي ځواکونه کولای سي چې د امریکا ځواکونو د بریالیتوب او د هغوي سره د مرستې په خار هوايي عملیات وکړي.

ددې نه مخکي امریکايي ځواکونو یواځي هغه مهال د هوايي بمباریوو اجازه درلوده کله چې پر ځمکه امریکايي ځواکونو ضرورت ورته پیدا کړی وای. دغه راز امریکايي ځواکونو هغه مهال هم کولای شوای چې هوايي بمباري وکړې کله افغان ځواکونه د طالبانو له خوا د سقوط د خطر سره مخامخ شوي وای او داچې امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت د ډلې او القاعدې پرضد د هوايي بمباریوو څخه کار اخیستلای شوای. خو اوس امریکايي ځواکونه کولای شي چې د طالبانو پرضد هوايي عملیات وکړي.

د امریکا ددفاع وزیر اش کارټر د روانې میاشتې پر ۱۰ مه نیټه د ټیکنالوژۍ په یوې عالي غونډه کې وویل چې نوي صلاحتونو به د امریکا پوځ ته اجازه ورکړي چې د خپل قوت څخه په موثر ډول کارواخلي.

د ۲۰۱۴ د ډیسمبر په میاشت کې امریکا په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *