په اروپايي اتحاديه کې د انګلستان د غړيتوب په اړه د هېواد د پارلمان په ويب پاڼه کې تر ۸۲۵زره زيات لاسليکونه راټول کړي تر څو د ټولپوښتني پائيلو ته له سره بيا کتنه وشي.
له دې کبله چې ولسي جرګه عريضه وځيړي بايد ۱۰۰ زره لاسليکونه راټول شي « موږ له حکومته غواړو چې د حاکميت درخواست عملي کړي چې له مخې يي کچيري په اروپايي اتحاد
مخکې د Brexit مخالفينو د change.org په سايټ کې وړانديز کړی و. که له برتانيا څخه د لندن خپلواکۍ په رسميت وپيژندل شي ، بيا دې له اروپايي اتحاديي سره يوځای سي. دغه عريضه ۱۰۸ زره خلګو لاسليک کړي وه.
درسمي ارقامو پر بنسټ له اروپايي اتحاديي څخه د برتانيا د وتلو په ټولپوښتنه کې ۵۱،۹ سلمه خلکو رايي ورکړي دبرتانيا صدراعظم ديويد کامرون چې له خلګو څخه يي په اروپايي اتحاديه کې د غړيتوب د ساتني غوښتنه کړي وه د ټولپوښتني دپائيلو د اعلانولو وروسته وويل چې دروان اکټوبر مياشت کې له خپل مقام څخه استعفی کوي.