حزب الله تل د سوریې د دولت او ولس ملاتړی دی

د حزب الله او سوریې د پوځ ترمنځ د اختلافاتو په هکله څرګندنې د یو شیمر سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ددوی اړوندو رسنیو تبلیغات دي چې د سوریې کورنۍ جګړې له پیله یې په دې رواني جګړه لاس پورې کړی دی ددې اختلافاتو په هکله تبلیHezbollah-Syria2غات له ماتې او له راتلونکې د ویرې له امله خپریږي او د انفعال له موضوع څخه اتخاذ کیږي.

د سوریې پر وراندی عربي عبري او ترکي پرګنو له لوري جګړه پیل شوه خو حزب االله له لومړي د سوریې د دولت او سوریانو ملاتړ کړی دی او د اړتیا په وخت کې ددې هیواد د حکومت مرستې ته ور ودانګل چې تر اوسه یې له دوی سره تر ډيره مرسته کړې او ددوی دا مرسته اوس هم دوام لري.

ټولو ته روښانه او څرګنده ده چې په سوریه کې فرقه یي جګړو دې هیواد ته تر ډيره زیانونه رسولي دي او په دې برخه کې د سعودي عربستان لویدیځ امریکا او یو شمیر عربي هیوادونو رول ډیر مهم وو او د یوه امریکایي چارواکي په وینا ددې جګړې د رامنځ ته کولو اصلي لامل د اسرایلو د امنیت خوندي کول او په سیمه کې ددوی پر مخالفینو د یو ډول فشار راوستل دي.

له دې مخې په مجازي فضا کې داسې یو خبر خپور شوی چې د لبنان حزب الله ډلې او د سوریې پوځ تر منځ اختلافات رامڼخ ته شوې خو دا خبر په ډيرې چټکۍ سره د پیژندل شویو څیرو له لوري ناسم وښودل شو. نه یواخې چې دا څرګندونې ناسمې او بې بنسټه دي بلکې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې او همکاري دومره پراخه ده چې کولای شو د حزب الله مشر سید حسن نصرالله او دده د وسله والو په څیرواو کړنو کې ووینو.

د دشمن دا موضوع نیونه ددې ښکارندویي کوي چې په سوریه کې د حزب الله ډلې له شتون سره ډيری کسان په قهر دي چې وسله وال مخالفین او ددوی ملاتړې دا غواړي ترڅو ددې دول خبرونو په خپرولو سره د سوریې دولت او د حزب الله ترمنخ اختلافات رامنځ ته کړي او په دې لاره کې بریا تر لاسه کړي.

په وروستیو کې ویل کیږي چې د سوریې پوځ او د حزب الله اوس مهال ګډې موخې لري او باید هغه موخې وڅاري دددوی ترمنځ په تیرو پنځو کلونو کې د اختلافات نشتون هم دا وښودله چې دوی په خپله دا ګدې موخې په ښه توګه درک کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *