عراقي ځواکونو د فلوجي له شاوخوا سيمو د داعش جنگياليو د په شاکولو عمليات پيل کړي دي
عراقي ځواکونو د فلوجي له شاوخوا سيمو د داعش جنگياليو د په شاکولو عمليات پيل کړي دي پر دي ښار عمليات له مخکي پيل شوي وو د عراق سرتيرو ويلي له دي وروسته به د موصل ښار د نيولو عمليات په لاره واچوي
د عراق فلوجې ښار له پنځه اونیو عملیاتو وروسته چې پکې پنځه اتیا زره سرتیرو د کرد مخکین مرګو ملیشو او د امریکا هوایي ځواکونو ګډون درلود د دولتي سرتیرو لاس ته ورغلی دی ددې عملیاتو په لړ کې پنخه اتیا ځلې هوایي بریدونه تر سره شوي او تول ښآر له ملکي کسانو تش شوی دی د عراق دفاع وزیر وایي ددوی ځواکونه اوس مهال د فلوجې له شاوخوا سیمو څخه د داعش د په شا کولو هڅې پیل کړې او ډير ژر به موصل هم له داعش څخه پاک کړل شي
خالد العبيدي؛ “د عراق اتلانو نویو لاسته راونې تر لاسه کړې دي او دوی د صلاح الدین سیمه هم نیولې ده که چیرې د خدای رضا وه په موصل کې به هم ترهګر له ماتې سره مخ شي.”
موصل د عراق له فلوجې وروسته دوهم لوی ښار دی او دا ښار د داعش پلازمینه وه د عراق پوځ ویلي چې له داعش څخه په بشپړه توګه د فلوجې له پاکوالي وروسته به دوی د موصل د نیولو عملیات هم په لاره واچوي.