د تکریت په ښار کې چې پکې څو ځلې عملیات تر سره شوي دي الحشد الشعبي وکولای شول ترڅو د ددې ښار په جګړه کې بریا تر لاسه کړي خو د امریکایانو له مداخلې او ددوی د د څرخي الوتکو له کیناستول وروسته چې د داعش د مشرانو په ایستلو او ژغورلو یې لاس پورې کړ تکریت ښار ته د عراق ځواکونه ننوتل البته په دې نښته کې د داعش659455 تلفاتو کچه تر هغې ټیټه وه کوم چې ددې ښار د په جګړه کې یې اټکل کیده، یعني تکریت د دولتي او ملیشو لاس ته ورغی او دداعش یو شمیر جنګیالي ووژل شول خو د جګړې په وروستیو کې د داعش مشران او قومندانان له دې ښآره د امریکایانو له لوري ویستل شول او له دې وروسته تکریت سقوط وکړ.

د فلوجې په هکله چې په اړه یې د امریکایانو پر وړاندې د مقاومت ډيری کیسې شتون لري، کله چې د فلوجې ښار کلابندي او پر دې ښآر د الحشد الشعبي ډلې له لوري عملیات پیل شول  او د ښآر تر دیوارونو رسیږي او دا وسله واله ډله له ښاره بهر پاتې کیږي  او د فدرال د پولیسو چټک غبرګون ښآر ته د ننه کیږي چې ښآر یې ونیو او د بشپړ ښآر د نیولو هڅې کوي. پوښتنه دلته ده چې د فلوجې داعشیان په کوخه او چیرته لاړل او له دوی سره چا مرسته وکړه؟ د داعشیان تلفات ددوی وسلې او ددوی اصلي مشران چې په ښار کې وو باید یا پّ وژل شویواو یا ټپیانو کسانو کې وی او یا په یو ډول سره له ښآره وتلي وی. اوس پوښتنه دلته ده چې دا کسان د چا له لوري او په څه ډول له فلوجې ښآر څخه ووتل یا ویستل شول او کومې سیمې ته ولیږدول شول؟ بیا هم په دې ښآر کې د امریکایي څرخي الوتکو نښې نښانې لیدل شوې دي چې د داعش تر واک لاندې په سیمو کې یې ډيرې الوتنې کړې دي. له دې سره په ځینو ریپوټونو کې ویل شوي چې سیمه ایزو خلکو هم د داعش مشرانو په پټولو او له ښآره ددوی په ایستلو کې مرسته کړې ده. مهم ټکی دادی چې سیمه ایز داعشیان او یا بعثیان چې ددې ښآر له اوسیدونکو سره وتلي دي او یا هم هغه کسان چې په ښآر کې پاتې وو کیدای شي هغه کسان به وو چې په دې ښآر کې یې یو ځل بیا په جګړو لاس پورې کړی وي او یا یې په عراق کې سیاسي برخې ته ځانونه چمتو کړي وياو د پټې هستې پّ توګه به یي د ځانګړو کارونو لپاره ځانونه چمتو کړي وي. د عراق امنیتي ځواکونو څرنګه چې یې پّ دې ښآر کې ټولې چارې تر لاسه کړې وې په عراق کې یې د خلکو د امینت لپاره او د امریکا په مرسته د وسله والو ډلو د له منځه وړلو په موخه باید دا ابتکار وساتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *