په امریکا متحده ایالتونو کې د اسلام دښمنه ډلو سره ۲۰۵ میلیونه ډالره مالي مرسته شوې ده.

په امریکا کې imagesیوې څیړنې د اسلام فوبیکو یا اسلام دښمنه ډلو سره د مرستو د کچې لوړیدل په ډاګه کړل. پدې څیړنه کې ویل شوي دي چې په امریکا کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ مو کلونو ترمنځه د اسلام دښمنه ډلو سره ۲۰۵ میلیونه ډالره مالي مرسته شوې ده.

پدې څیړنه کې دا ښکاره شوې ده چې په امریکا کې اسلام فوبیا کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. په څیړنه کې معلومه شوې ده چې په امریکا کې د تیرو پنځو کلونو په دننه کې یو زیات شمیر سازمانونو، ټولنو او کسانو لخوا ۳۳ اسلام فوبیکو یا اسلام دښمنه ډلو سره ۲۰۵ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.

دا څیړنه چې په امریکا کې د اسلامي اړیکو د شورا ،کالیفورنیا پوهنتون او بیرکیلي د توکم او جنسیت د مرکز لخوا ترسره شوې ده پایلې په پلازمینه واشنګټن کې د اسلامي اړیکو د شورا په مرکز کې د خبري غونډې په ترڅ کې اعلان شوې. ویل کیږي دا څیړنه د ویرې سره مخامخیدل تر سرلیک لاندې ترسره شوې ده.

په څیړنه کې ویل شوي دي چې په ځانګړې توګه د پاریس او سان بیرناردینو د بریدونو نه وروسته په امریکا کې د اسلام فوبیا کچه ښه پسې لوړه شوې ده. د څیړنې په پایله کې ویل شوي دي چې د امریکا په لسو ایالتونو کې د اسلام فوبیا اړوند قانون نافذ شوی دی. په امریکا کې هر کال په اوسط ډول سره نږدې په شلو جوماتونو بریدونه کیږي. په ۲۰۱۵ کال کې بیا دا رقم ۷۸ ته لوړ شوی دی.

د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا ریس نهاد عوض خبري غونډې ته وویل چې پدې وروستیو میاشتو کې په امریکا کې اسلام دښمنه وسله والې ډلې ، هټۍ ګانې او سوداګریز مرکزونه راپیدا شوي دي چې دا مسله د امریکا ارښتونو او ټولنیز ساختار ته ستر زیان رسوي.

هغه د مسلمانانو اړوند د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوي ګوند د نوماند دونالد ترومپ هغو څرګندونو نه چې امریکا ته دې د مسلمانانو په راننوتو بندیز ولګول شي او یا په امریکا کې میشت ټول مسلمانان دې د تعقیب لاندې ونیول شوي په یادونې سره وویل چې په شلمه پیړنۍ یهودان په اروپا کې ددې ډول ستونزو سره مخامخ ول.

په امریکا کې د اسلامي اړیکو شورا ویلي دي چې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ مسله نن ورځ په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو په یوې مهمې مسلې بدله شوې ده. هر نوماند په هر فرصت کې په مسلمانانو بریدونه کوي چې دا د امریکا د اساسي قانون او ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې یو ګام دی. دا ډول اقدمات په اصل کې د امریکا ټولنیزو ارزښتو د خپو لاندې کولو ته زمینه برابره وي.

په امریکا کې د اسلامي اړیکو شورا ویلي دي چې ددې څیړنې په ترڅ کې په امریکا کې ۷۴ اسلام فوبیک ډلې تثبیت کړي دي چې ۳۳ يي د نورو په پرته ډیرې زیاتې فعاله دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *