د ملگرو ملتونو د بشر حقونو اداري د شيخ عيسي قاسم د تابعيت لري کولو په تړاو د بحرين حکومت پر پريکړې نيوکه کړې او ددوی دا گام يي د نړيوالو قوانينو او بشر حقونو پر خلاف ښودلی دی

د بحرین حکومت له لوري د شیخ عیسی قاسم د تابعیت لغوه کولو په تړاو د نیوکو په لړ کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اداری هم د بحرین د حکومت دا پریکړه د بشرn00197553-b_5353a36dada39 حقونو او د نړیوالو قوانینو پر خلاف ښودلې ده. ددې ادارې ویاندې د حکومت له لوري په مخالفو ډلو د فشارونو په ډيرښت کلکه نیوکه کړې او له فردي حقونو کې د کسانو محرومول یې ښکاره بې عدالتي ښودلې ده.

 

“په دې وروستیو کې د بحرین حکومت د محدودیتونو کچه لوړه کړې چې له مخې یې ددې هیواد ډيری اوسیدونکي له خپلو حقونو بې برخې دي. ددوی خینې کسانو تابعیت لغوه شوی او په دې هیواد کې تر ټولو لوی اپوزیسیون منحل اعلان شوی دی. تیره ورځ هم ددې هیواد پیژندل شوی روحاني څخه تابعیت واخستل شو. له دوه زره ځوارلسم کال راهیسې دا دوه سوه پنځوسمه دا دول پیښه ده چې رامنځ ته کیږي.”

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د بحرین حکومت پریکړې د نه منلو وړ ښودلې ویلي یې دي: اوس مهال خبره د دوه سوه پنځوس کسیزو لګکیو ده چې پّ بحرین کې ترې تابعیت اخستل شوی دی خو په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده او د حکومت دا کړنې د توجیې وړ ندي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې ویاندې په بحرین کې ناخوالو او نیمګړتیاوو ته په کتو سره ددې هیواد له حکومته غوښتي ترڅو تر نژدې راتلونکې حالاتو ته بدلون ورکړي او ددې هیواد د اوسیدونکیو لپاره مقبت ګامونه پورته کړي. د ویلو وړ ده چې د شیخ عیسی قاسم د تابعیت لغوه کیدو په تواو د بحرین پر حکومت نیوکې ډيرې شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *