په ملگرو ملتونو کي د روسيي د سفير مرستيال پر سوريي ځواکونو ددې اداري د غړيو د نيوکو په غبرگون ويلي د سوريي ځواکونو کړني له ترهگرۍ سره د مبارزي يوه برخه ده په ورته حال کي ددي سازمان د بشر حقونو څانگي د مشر مرستيال ويلي په سوريه کي د ژوندانه د عمر هیله مندي له شلو کلونو لگ ده

د ملګرو ملتونو د تیرې ورځې ناسته 150817154427__84936944_84936943د سوریې په هکله په بحث سره پیل شوه. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د مشر مرستیال په سوریه کې د مرستو رسولو لړۍ د اندیښنې وړ ښودلې او په دې هیواد کې روان حالت زړه بوګنونکی ښودلی دی.

ده ویلي تراوسه نیمایي سوریان په زور او جبر سره له خپلو کورنو ایستل شوي دي او دیارلس نیم میلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لری دده په وینا جګړې د سوریې بنسټیزې پروژې له منځه وړي چې له امله به یې ترڅو نسلونو دا ستونزه شتون ولري ده ویلي اوس مهال اته اتیا سلنه سوریان د بیوځلې کرښې لاندې ژوند کوي.

استيفان اوبرايان؛ معاون دبيرکل سازمان ملل متحد در امور بشردوستانه و امدادرساني…. کليپ۱ از آغاز تا ثانيه ۴۵ (MIDEAST-CRISIS-SYRIA-UN)

“د سوریې په کړکیچ کې ریښتنیولي په خپله خبرې کوي په سلګونه زره کسان وژل شوي او له یو میلیونه ډیر نور ټپیان دي د ژوندانه هیلې له شلو کلونو لږې دي نږدې ددې هیواد نیمایي اوسیدونکي په زور سره له خپلو کورنو ایستل شوي دي په دې هیواد کې د نیم میلیونه فسلطینیانو سربیره شپږ میلیونه بیخایه شوي کورني شتون لري په دې هیواد کې دیارلس میلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.”

د ملګرو ملتونو د مرستی رسونی اداره وایي له سوریانو سره مرستې د بودیجې د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دي دده په وینا له اړو کسانو سره مرسته کونکو هیوادونو هم تر اوسه خپلې کړې ژمنې په بشبړه توګه ندي پلې کړي او د شویو ژمنو له څلورو برخو یوه برخه تر لاسه شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *