د النصرې جبهې مشر حزب الله نیولی دی
د ایران د«اهل بیت» آژانس د خپلواکه سرچینې په حواله خبر ورکوي، چې د حزب الله جګره مارانو د«جبهه النصره» د تروریستي ډلې مشر ابو محمد جیلاني نیولی
څرګنده نه ده، چې کله او چرته جیلاني نیول شوی دی. ویل کېږي، چې «حزب الله» د لبنان په ختیځ کې د ارسال په ښار کې د جهادیانو په مورچلونو بریدونه تر سره کوي. په همدي ډول دغه ډلې د سوریې د حلب د ښار په څنډو کې هم په ډیرو سختو جګړو کې ښکیلې دي.
د اټکل له مخې ویل کېږي، چې د بندیانو د راکړې ورکړې په هکله د مخالفو ډلو ټپلو تر منځ خبرې اترې هم ښايي د جیلاني د ښار نیولو سره تړلی وی.