په تاجکستان کې دروسیې هډه ځوواکمنیږي

دوشنبې ته د پوځي تخنیک نوې جوپه ولېږل شوه. په ګاونډي افغانستان کې د اندېښناکې وضعې د نور کړکېچن کېدا په شرایطو کې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه په نوو وسلو سمبالیږي او پیاوړې کیږي.

په دوشنبې کې زموږ ځانګړی خبریال ګالیم فصحوتدینوف په خپل رالېږلي راپورتاژ کې په همدې تړاو رڼا اچولې، چې له تاسې سره یې هم شریکوو.

په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډې وسلې نوې کیږي او تخنیکي سمبالښت یې روان دی. دغې پوځي اډې تر ۱۰۰ زیات زغره وال جنګي ګاډي ترلاسه کړي دي. دغو جنګي ګاډو په دې نوم وړی، چې د اوربلولو ځواک یې ډېر پیاوړی دی، چلوونکې ډله یې ښه خونديده او د مخابرې ډېر نوی سیستم لري. د دغه جنګي ګاډي په وسلو کې ۳۰ میلي متره توپ هم شته، چې ډزې یې ډېرې ګړندۍ دي. سربېره پر همدې د Т-۷۲ موډل نوي شوي ټانکونه هم په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډې ته ورلېږل شوي. د روسیې د مرکزي پوځي حوزې د قوماندانۍ د خبر له مخې تاجکستان ته دغه پوځي تخنیک پر رېلارې ورلېږل شوی. په همدغو رېلونو کې له پوځي اډې نه زوړ جنګي تخنیک یووړل شو. د شنونکو ټولنه د روسیې د دفاع وزارت دغه پرېکړه، چې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه پیاوړې او په نوو وسلو سمبال کړي، بیخي سمه او منطقي پرېکړه بولي. د روسیې د ستراتیژیکي څېړنو د انستیتوت د منځنۍ اسیا د څانګې یوه څېړاند دمیتري پوپوف له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې داسې وویل:

«په وروستیو وختونو کې د هېواد وسله والو ځواکونو ته پاملرنه زیاته شوې ده. د پوځیانو معاشونه لوړ شوي، تر ۲۰۲۰ کال پورې د اردو او سمندري پوځ د نوي کولو پلان عملي کیږي. د اردو او سمندري پوځ تل چمتو قطعاتو د هېواد په وسله والو ځواکونو کې روان بدلونونه تر ټولو زیات احساس کړي دي. د روسیې له پولو دباندې پراته پوځونه، لکه په تاجکستان کې ۲۰۱-مه پوځي اډه، هم په همدغو قطعاتو کې دي. نوې وسلې او پوځي تخنیک تر ټولو دمخه همدغو قطعاتو ته ورکول کیږي، او د ښوونیزو کارونو شمېر یې هم زیات شوی. او زما په باور دا بیخي منطقي کار دی. هغه پوځي قطعات چې په ډېرو حساسو ځایونو او د بلقوه شخړو په سیمه کې پراته دي، باید لوړه جنګي وړتیا ولري، خوځند او اداره کېدونکي وي. سربېره پر همدې دغه ځواکونه د روسیې د اردو استازیتوب کوي، زموږ انډیوالانو او متحدینو ته باور وربښي او زموږ بلقوه او ښکاره سیالان دېته اړ کوي، چې د روسیې درناوی وکړي. له دغه اړخه د دفاع وزارت کړنې بنسټي دي او په سیمه کې د روسیې په وړاندې د پرتو دندو ځواب وایي».

Author

خروج از نسخه موبایل