نامالومو وسله والو کسانو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالی کې د مساپر وړونکي موټر سپرلۍ برمته کړې دي
د هلمند
ده ویلي وسله والو طالبانو لومړی یو درې سوه څلور او دوه ټانکر موټر درولي او له څو شیبو وروسته یې د مساپر وړونکي موټر سپرلی له ځان سره بیولي دي. د عمر ځواک په وینا وسله والو طالبانود ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس کسان خوشي کړي نارینه او نوي ځوانان یې له ځان سره بیولي دي.
ده د تښتول شویومساپرینو د شمیرې په هکله مالومات نه درلودل خو ویلي یې دي چې ددوی دخوشي کیدولپاره عملیات روان دي ده ویلي تر اوسه د هغه سیمې په هکله چې دا مساپرین ور تښټول شوي مالومات شتون نلري
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې وسله والو کسانو د هیواد په شمال کې ډيری کسان برمته کړي وو.