آیا د امریکا او عربستان ټاکنه به د سوریې د خلکو لپاره امنیت له ځان سره ولري؟
شپږ کاله وړاندې امریکا او ددوی ملګرو هیوادونو د سوریې په کورنیو چارو کې لاسوهنه پیل کړه او له واکه د بشار اسد د ګوښه کیدو هڅې یې پیل کړې خو دا روښانه خبره وه چې ددې سیمې لپاره دوی ځینې پلانونه درلودل چې په لاندینی لیکنه کې به ورته نغوته کیږي.
په دوه زره یولسم کال کې د ګاونډیو هیوادونو یو شمی
مګر لویدیځ له دموکراسۍ او آزادو ټاکنو ملاتړ نکوي؟ نو ولي په سوریه کې له دموکراسۍ څخه ملاتړ نکوي او غوښتونکي یې ندي؟ آیا د دموکراسی مانا د ولسمشر ټاکنه نده چې خلک ورته اقبال لري؟! آیا همدا سوریان نه وو چې بشار اسد ته یې رایه ورکړه او دییې د سوریې د ولسمشر په توګه وټاکه؟
داسې ښکاري چې لویدیځ له داسې ټاکنې ملاتړ کوي چې د داعش او النصرې جبهې د ډلو د مشرانو له ملاتړه برخمن وي. د هغه وسله والو چې د خلکو د سرونو پری کول ددوی لپاره تفریح وي او په ډيرې خوښي سره له دې حالاتو انڅورونه اخلي او د رسنیو له لارې یې نړیوالو ته ور ښيي. آیا ددوی دا کړنې نړیوال داسلام دین پر وړاندې بدبینه نکوي؟ آیا دا هماغه اعمال ندي چې مخکې له دې امریکا او صهیونیستي رژیم یې پلان رامنځ ته کړی و؟
داسې ښکاري که چیرې د سوریې دولت مخالفین په دې بریالی شي چې د بشار اسد پر ځای یو بل څوک د ولسمشر په توګه وټاکي آیا د سوریانو امنیتي حالت به له دې ښه شي؟ آیا د ښځو او ماشومانو وژنه به بنده کړل شي؟ آیا سوریان به وکولای شي چې د اسدیانو د واکمني پر مهال داسې امنیت ولري؟ دا روښانه خبره ده چې د ټولو پوښتنو ځواب به منفي وي.
په هر حال سوریان د امریکا او ددوی د ملګرو هیوادونو د پلانونو په هکله مالومات لري چې له مخې یې له شپږو کلونو راهیسې ددوی پر وړاندې مقاومت کوي. د افغانستان او عراق د امنیت په هکله چې امریکا یې ادعا درلوده په منځني ختیځ کې خلکو ته په ښه توګه مالومه شوې ده چې په دې هیوادونو کې له د امریکایانو او ددوی ملګرو هیوادونو له څو کلن شتون سره اوس هم امنیت او ټیکاو شتون نلري؟