مرکزي سیمو او بامیانو ته د 220 شلو کیلو ولته برښنا د مزې غځولو د هوکړې په هکله د اجرایي ریاست مرستیال استاد حاجي محمد محقق پیغام

             بسم الله الرحمٰن الرحیم

فَاِنَّ مَع العَسْرِ یُسْرَاً ، اِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسراً

سر لوړی او ویاړلی ولسهmohaqiq-7

هوډمن او شهیدپاله خلکو

سلام او درنښت

غواړم په هیواد کې د روانو حالاتو په تړاو له تاسو ښه او اتل پالو ولس سره څو ټکي شریک کړم

د هیواد پر میلیونو اوسیدونکی امنیتي ستونزو او لوړ اقتصادي ناخالو ډيره اغیزه کړې ده خو ټولې ستونزې د خلکو په کلک هوډ سره او د ولس په کلکو مټو سره او پر خدای ج په توکل سره د حلیدو دي.

د هیواد په اقتصادي برخه کې د لویو ملي او سیمه ایزو پروژو په لاره اچولو سره لکه: د ټاپي، چاه بهار، د سلمان بند( د افغان هند د دوستی بند)، کجکی او ټوټاپ پروژو په څیر او همدارنګه د ترانسپورت په برخه کې د بنسټیزو پروژو به لاره اچول د تولو هیوادوالو لپاره یو ښه زیری دی.

د بامیانو او مرکزي سیمو لپاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا چې درې سوه میګاواټه برښنا ظرفیت لري، د غځولو تړون لیک د برشنا شرکت او آسیا پرمختیایي بانک ترمنځ لاسلیک شو. دا تړون نن د ښاغلي ولسمشر، د ولسمشر د دوهم مرستیال او د اجرایه ریاست د مرستیال، اړوندو وزیرانو او د پارلمان یو شمیر غړیو په ګډون سره لاسلیک شو او ټاکل شوې دا پروژه د چنګاښ یا سرطان میاشتې له لومړیه پیل شي او انشاالله په دیارلس سوه اته نویم کال کې به پای ته ورسیږي، له دې سره دا د هیواد اقتصادي ودې په برخه کې یو پورته شوی ګام دی او دا د ملي یوالي حکومت د مشرانو د ژمنو پلې کولو یوه تاریخي هوکړه ده چې د مرکزي سیمو اقتصادي او سیاسي جفرافیې د ماتې په مانا ده او همدارنګه دا یو پوره شوی ګام دی د ټولنیز عدالت په برخه کې او د هیوادوالو د حقونو د برابرښت د وودې په مانا دی.

دلته ددې پورته شوي ګام، چې د مرکزي سیمو لپاره لومړنی ګام ښودل کیږي ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د مرکزي سیمو اوسیدونکو ته مبارکي وایم.

هزاره جات یا په بله وینا مرکزي افغانستان نه یواځې چې د تاریخ په تیرو وختونو کې د استبدادي حکومتونو د طبعیت او حصر په کړۍ کې وو بلکې په تیرو څوارلسو کلونو کې هم د نړیوالو له میلیاردي ډالرو مرستو څخه دې سیمو ته ډیره لږه ونډه رسیدلې ده. د بیلګې په توګه: د برښنا په برخه کې په بامیانو کې یواځې یو میګاواټه برښنا هغه هم د کابل د برښنا دبې په پرتله شل برابره او په دایکندي کې یواځې یو جنراتور نښلول شوی دی او تر دوه زره دوه دیرشمه د مرکزي سیمو د برښنا لپاره کوم پلان شتون نه درلود او خلکو ذهنونه د خلکو د کورنو په څیر تیاره پریښودل شوي وو.

خو اوس د ملي یوالي حکومت د عدالت رامنځ ته کولو ته ځان ژمن بولي. په هیواد کې میشتو ټولو پرتو وروڼو قومونو حقوق په مساوي توګه ورکول کیږي او په هیواد کې د لویو رغاونې فصل رارسیدلی دی. هیله ده چې په هیواد کې د لویو بنسټیزو پروژو په پلي کیدو سره په ټول هیواد کې لوی بدلونونه رامنځ ته شي او په دا پروژې ددې لامل وګرځي ترڅو په ګده د هزاره جاتو د ودې او پرمختګ او هوساینې لامل وګرځي.

– مهمې پروژې: د دوشي او بامیانو دوه سه شل کلیو ولټه برښنا چې د درې سوه میګاواټه برښنا ظرفیت لري، یوسل دیرش میلیونه ډالره لګښت به ولري.

– د شمال او سویل د دهلیز پروژه، د مزارشریف سړک ، دره صوف بامیان د دوه سوه پنځوسو میلیونو ډالرو په ارزښت.

– د دوشي بامیانو سړک د یو سل اویان میلیونو ډالرو په ارزښت.

– د ګردن دیوال د سړک پروژه.

– له هراته مرکزي سیمو ته سړک.

– لسګونه کوچونی او لویې نورې پروژې د مرکزي سیمو د اقتصادي ودې ښکارندویي کوي چې فکر کوم دا کولای شو د یوشانته پرمختګ د نښو په څیر وګڼو.

– له دې سره د هیواد په نورو سیموم کې د اوبو مدیریت په موخه د شپږ ویشتو ډنډونو رغاونه چې دوه موخې لرې، خړبول او برښنا.

د کرهنې او ودانیو په برخه کې د سړکونو رغاونه، دا ټولې هغه پروژې دي چې د خلکو داقصتادي ودې په موخه په لاره اچول شوې دي.

– دا قراني نوید دی چې له هرې سختې وروسته هوساینه راځي، الیس الصبح بقریب

– اقتصادي هوساینه سهار، امنیت او ټیکاو نږدې دی

           والسلام علی من اتبع الهدی

         حاجی محمد محقق

د ۱۳۹۵ لمریز کال د غبرګولي ۳۰

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *