د عراق فلوجي ښار په مرکز کي اوس هم نښتي رواني دي
د عراق فلوجي ښار په مرکز کي اوس هم نښتي رواني دي له دي سره چي ددي هيواد لومري وزير تيره ورځ دفلوجي د نيولو اعلان وکړ خو تراوسه د ښار په مرکز کي جگړه روانه ده
په ورته حال کي امريکا د لومړي ځل لپاره د داعش پر وړاندي د خليج فارس خپلي پوځي هډې څخه کار اخستی دي
د عراق فلوجې ښار اوس د عراقي سرتیرو چې د کرد مخکین مرګو ملیشو او امریکا له هوایي ځواکونو برخمن دي د فلوجې ښار ډيری برخې نیولې او د آن د ښاروالی پر ودانی د عراق بیرغ ځوړند دی. تیره ورځ د عراق لومړي وزیر حیدر عبادي ددې ښار دنیولو خبر ورکړ له دې سره چې ده دا لویه بریا وښوده له موصل څخه یې هم د داعشیانو د په شاکولو په هکله خبرې وکړې، خو داسې ښکاري چې په فلوجه کې د عراقي سرتیرو کار پای ته ندی رسیدلی او تر اوسه په دې ښار کې امنیتي حالت ډاډ مند ندی.
نن سهار هم عراقي سرتیري چې ښاروالی ودانۍ سل کلیومتری له یوه جومات سره یې شتون درلود د نښه ویشتونکي له لوري په نښه شول په دې ښار کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او د هوایي بریدونو لوګي او دوړې تر سترګو کیږي
جليل عبدالرضا شريفي – “زمونږ پوځي ډلې د ښار د بیلا بیلو لکه شهداد تاهانیه نضرال او یو شمیر نورو سیمو په پاکوالي بوختې دي د خدای په فضل مونږ د فلوجې ستدیوم چې زمونږ پر وړاندې دی له داعشیانو پاک کړی دی زمونږ ملګي د پرمختګ په حال کې دي هرکله چې دښمن زمونږ پر وړاندې ولیدل شي له منځه به یوړل شي دوی درنه ماته خوړلې او ډيری مشران یې وژل شوي دي د عراق او ایتلاف هوايي ځواکونو په دې عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی.”
د فلوجې ښار له نیول کیدو وروسته ویجاړ شوی او کورنه یې تش دي خو هغه څه چې په دې ښار کې تر ډيره لیدل کیږي سرتیري دي د عراق حکومت ژمنه کړې چې ډير ژر به دې ښار ته د اوسیدونکو د راتګ لاره هواره کړي. په ورته حال کې د ا مریکا متحده ایالتونو د لومړي ځل لپاره د خلیج فارس څخه د داعش پر وړاندې له خپلې هډې کار اخستی دی د امریکا سمندري ځواکونو ویلي دوی د عراقي ځواکونو سره د مرستې او د داعش د له منځه وړلو په موخه دا عملیات تر سره کړي دي.