جنرال دوستم وايي د ۵۰۰۰ کسانو برابرول ورته اسانه خبره ده

په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ له جنګ او نښتو نه دوه ورځې وروسته، جنرال دوستم اعلان وکړ، چې چم2429A022-EB34-4C31-9939-C7F1FF3CDB48_w987_r1_sتو دی له پاکستاني پوځ نه د افغان ځواکونو د غچ اخیستو لپاره، له خپلو ۵۰۰۰ جنګیالیو سره یوځای تورخم ته ولاړ شي.

دتورخم په جنګ کې د افغان چارواکو په وینا درې سرحدي پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي، پاکستان هم وايي د هغوی یو جګړن وژل شوی دی.

ښاغلي دوستم وویل د دغه جنګ لپاره د ځواکونو برابرول ورته کومه ستونزه نه ده ” غواړم له همدې ځای نه ۵۰۰۰ سرتیري او خلک برابر کړم، د دغو ځواکونو برابرول هېڅ ستونزه نه ده، ما چې یوه خبره وکړه بیا یې عملي کوم. “

ښاغلي دوستم دا خبرې د شنبې په ورځ په مزار کې په یوې غونډې کې وکړې. هغه څو وارې شمال ته هم تللی او د طالبانو پر ضد یې د جنګ مشري کړې ده.

ښاغلي دوستم چې مخکې یې هم په پاکستان باندې یو لړ نیوکې کړي او د افغانستان په روانو نا امنیو کې یې د هغه هېواد استخبارات ککړ بللي دي، په شمال کې د خپل ګوند او جمعیت په ورستیو نښتو کې هم د پاکستان استخبارات ګرم وبلل.

هغه وویل ” موږ تور نه لګو. زموږ د خلکو قاتل همدغه آی اس آی ده. دا خونخواره دښمن، چې نه مو پر روغتون رحم کوي، نه مو پر ښوونځي او نه مو پر سپین ږیري، د دغه دښمن پر ضد د ټول ملت پاڅولو وخت نیسي. “

ښاغلي دوستم داسې وخت کې تورخم ته د تللو خبره کوي، چې هلته اوس جنګ بند دی، دروزاه بیا پرانیستل شوې او ټاکل شوې چې یو افغان پلاوی د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ شي او دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې د ښاغلي دوستم پر څرګندونو تبصره ونکړه، خو وویل چې د افغانستان حکومت هلو ځلو په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړول درولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *