النصره جبهې او احرارالشام دسوريي پر څلورو ښارونو بریدکړی
النصره جبهې او احرارالشام دسوريي پر څلورو ښارونو بریدکړی
د النصره جبهه او احرارالشام ترهګرۍ ډلې د لاذقیه، حما، حلب او دمشق په ولايتونو کې پر استوګنو سيموخپلو ډزو ته دوام ورکوي. دامطلب د پخلاينې د روسیې مرکز یوې خبرپاڼې ورکړی دي.
« جبهه النصره» او «احرارالشام» نړیوال تروریستي سازمانونه ډلې هڅه کوي د نښتو د درولو بهير ګډوډ کړي» — دامطلب په هغه سند کې ويل شوی چې د روسیې په پوځي ويب پاڼې کې خپور شوی. د ورځي په اوږدو کې ترهګرو په لاذقيه ولايت کې — د حاکورتحتاني، راش، نيشيبا سيمو کې ، په حما ولايت کې — الحمرا. حلب ولايت کې — اندرات ، شيخ مسعود،صلاح الدين، زهرا او دحلب ښار هوايي ډګر النیرب. ددمشق په ولايت کې — د مارج سلطان په سیمي، او د حوش خراب کلي ته نږدې د امنيتي ځواکونو پر مورچلو ډزي کړي دي.