روسيه د سوريي دولت وسله والو مخالفينو يوې برخې په سياسي نظام له ورگډولو سره ستونزه نلري او دا د امريکا غوښتنه هم ده د روسيي ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي که چيري دا د سوريي د ستونزي په هواری کې گټه لري دا مسله مونږ ته د منلو وړ ده

د ولادیمیر پوتین دا څرګندونې په سوریه کې د ستونزو په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي له خبرداریو وروسته دي.

استیفن ډمستورا د روانې زیږدیزې میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی وو: که چیرې د دولت تولو وسله والو مخالفینو ته په سیاسي بهیر کې ځای ورنکړل شي د سوریې په هکله د خبرو بل پړاو به پیل نشي. دمیسټورا د اګست میاشتې لومړی نیټه چې څه باندې یوه نیمه میاشت وروسته را رسیږي د سوریې په هکله وروستۍ ګواښ نیټه ټاکلې وهvladimir-putin-.

بل لور ته په داسې حال کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي امریکا د سوریې په سیاسي بهیر کې د ټولو وسله والو مخالفو ډلو د ورګډولو غوښتنه نده کړې خو پوتین وایي چې دا یو امریکایي پلان دی.

ولاديميرپوتين – ” ده ویلي دا یو امریکایي پلان دی زه فکر کوم چې دا دمنلو وړ دی مونږ باید د سوریې په سیاسي بهیر کې د وسله والو مخالفینو د وردګډولو په هکله فکر وکړو مونږ باید په دې فکر وکړو چې ددې ایتلاف تر شا به کوم قدرت شتون ولري.”

پوتين زیاته کړې: هغه څه چې اوس مهال د سوریې لپاره اړین دي له بنسټپالو ډلو څخه د سیمو تر لاسه کول دي

ده زیاته کړې که چیرې له وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړل شي نو سوریه به له دې هم په ړنګه بدله شي.

په ورته حال کې د کرملین یوه ویاند ویلي چې پّ سوریه کې هدفمند بریدونه به په دې هیواد کې د شخړو د ډیرښت لامل شي.

ديميتري پسکوف ويلي دوي په دي هکله يواخي د ريپوتونو له مخي مالومات تر لاسه کري او په تاوتريخوالي سره د يوه بل هيواد د نظام نسکورول د مسکو لپاره د زغملو ور ندي

بل لور ته د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر ویلي د اسد پر حکومت به فشارونو ته ډیروالی ورکړي الجبیر چې د عربستان د شاه له مرستیال سره په امریکا کې دي ویلي: ډیر ژر به د امریکا په ملتیا د منځني ختیځ په هکله تمرکز وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *