د ایران بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې له مشری سره لیدنې پر مهال له دې ادارې ا13950329125635567943354و په افغانستان کې له کډوالو سره دمرسته کونکو بنسټونو ځخه وغوښتل ترڅو د کډوالو دبیرته ستنیدو په برخه کې ددوې اړندونو بنستیزې رغاونې ته پآم ورکړي.

د منځني ختیځ د ریپوټ له مخې: د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې له مشر فیلیپوګرانډي سره لیدلي دي. پّ دې لیدنه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ډيرې پانګونې او په خپله خوښه دې هیواد ته د افغانانو پر استول ټینګار کړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ د رسنیو مرکز د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي محمد جواد په ایران کې قانوني او غیر قانوني ډيریو کډوالو ته په نغوتې سره ویلي: ددوی تر ډیره هڅه کړې ترڅو کډوالو ته آسانتیاوې رامڼځ ته کړي نو له دې مخې یې د کډوالو د زدکړو په برخه کې ډيره پانګونه کړې ده.

د ظریف په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې   او مرسته کونکو هیوادونو او بنسټونه باید تر ډیره هڅه وکړي ترڅو په افغانستان کې د پانګونې لمنه پراخه کړي ترڅو خپل هیواد ته د کډوالو دبیرته ګرځیدو لپاره لاره هواره شي.

له دې سره ظریف ویلي په دې برخه کې پانګونې ډيرې لږې شوي دي او دې ته اړتیا لیدل کیږي ترڅو په دې برخه کې ډيره پانګونه وشي. د ایران بهرنیو چارو وزیر چابهار بندر او په افغانستان کې د څښلو ابو ته نغوته کړې ویلي یې دي په دې سره به په افغانستان کې د بوختیا کچه لوړه شي او د بوختیا په رامنځ ته کیدو سره به افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي.

له دې سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې ریس هیله مندي څرګنده کړې چې په ایران کې له کډوالو سره د مرستې کچه لوړه شي. ده په ایران کې د کدوالو لپاره د مرستې کچه تر ډيره ټیټه وښوده.

د ویلو وړ ده چې اوس مهال د دریو میلیونو په شا وخوا کې افغان کډوال په ایران میشت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *